ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د لومړنی قرآنی سفیر په دې په ټينګار سره چې مسلمانان په قرآنی مفاهیمو باندې په تکیې سره دیوه بل ترڅنګ دریدلی شي، ووئيل؛ دغه غونډې آو سمینارونه په مسلمانانو کې ورورولي او دوستي پیاوړي کوي.
ایکنانیوز د آنتارانیوز له قوله راپور راکوي، په انډونیشیا کې د محفل ټيلیویژني پروګرام د کوربه کسانو د شتون په لومړنۍ ورځې، ددغه هیواد څانګه الازهر جومات ددغوغوره ایرانیو قاریانو کوربه ؤ.
دغه پروګرام چې د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت او د قرآن کریم په چورلیزتوب سره دکلتوري ډيپلوماسۍ دپراختیا په لړ کې برابر شوی دی، د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری احمد ابوالقاسمي په تلاؤت سره پیل شو.
له دې وروسته د ایران بل نړیوال قاری او د محفل پروګرام یوه کوربه حامد شاکر نژاد په دغه پروګرام کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل؛د روژې مبارکه میاشت د قرآن کریم میاشت او له دغه آسماني کتاب سره د لازیات انس لپاره یو فرصت دی. دعا کوو چې هیڅوک له دغې ناستې ونه وځي مګر دا چې د قرآن او دهغه د مفاهمو په باب ئې بصیرت، فهم او پوهه زیاته شي.
د ایران داسلامی جمهوریت لومړني قرآنی سفیر ، په دوام کې په دې په ټینګار سره چې مسلمانان پر قرآنی مفاهیمو په تکیې سره دیوه بل ترڅنګ دریدلی شي او خپله ورورولي آو دوستي پیاوړي کولی شي،ووئيل؛ محفل پروګرام،درې کلونه کیږي چې په مختلفو ژبو خپریږي او په هغو کې د انډونیشیا غوره قاریانو هم شتون درلودلی دی . دغه پروګرام د ایران دټيلیویژن یو تاریخي پروګرام حسابیږي چې د قرآنی کلتور په دودولو کې ئې یو مهم رول لوبولی دی.
شاکر نژاد له قرآن کریم سره د ایران د ولس مینې او عشق ته په اشارې سره ووئیل؛د محفل ټیلیويژنی پروګرام یو رسالت، په درستې دنیا کې له قرآني ټولنو سره د ارتباط رامینځةکول دي.
ددغو دستورو په پاي کې د انډونیشیا له رسندویو سره د محفل پروګرام استاذانو یوه خبری ناسته هم ترسره کړه.
د انډونیشیا لوي قرآنی محفل په انډونیشیا کې د ایران داسلامی جمهوریت د کلتوري سلایارئ په همت او د محفل پروګرام د عواملو په شتون سره او د ایران د ریډیو او ټيلیویژنی د ادارې په ملګرتیا او د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې په ملاتړ سره د کب د میاشتې له ۲۴ تر ۲۸ پورې د انډونیشیا په څلورو سترو ښارونو کې ترسره کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4272002